حمل 12, 1403 14:10 Asia/Kabul
  • د سوریې په حلب ښار کې درنه چاودنه  شوې ده

د سوریې حلب ولایت په شمال کې د یوه موټر سایکل پورې چاودیدونکو توکو چاودنې له امله شاوخوا اته تنه وژل شوی او څه باندې درویشت تنه نور ټپیان شوي دي.

دا چاودنه د شنبې په شپه د مارچ په دیرشمه مه په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې رامنځته شوې ده.هم مهاله المیادین خبري اژانس په دغه چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر لس او ټپیانو شمېر له دیرش تنو پورته ښودلی دی.تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه ده اخیستی.د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه بريد د ځاني زيان تر څنګ د پېښې په ځاى کې د اور لګېدنې له امله خلکو ته خورا مالي زيانونه هم اړولي دي.

تگ