حمل 12, 1403 14:01 Asia/Kabul
  • ذبیح الله مجاهد: د امریکا لخوا د افغانستان له فضایي حریم څخه سرغړونه ترسره کیږي

سرپرست حکومت د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له خوا د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې په اړه غبرګون وښود. د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، امريکايي بې پيلوټه الوتکې په کندهار او نيمروز ولايتونو کې ګزمې کوي.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې زیاته کړې، دغه الوتکې د ځینو "نږدې هېوادونو" له فضا څخه الوتنه کوي او افغانستان ته دننه کیږي.نوموړي د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی یاد کړی، خو تر دې وړاندې د کابل چارواکو پر پاکستان تور پورې کړى و، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکو ته د دغه هېواد له هوايي حريم څخه د افغانستان د ننوتو اجازه ورکوي.ذبیح الله مجاهد وايي، سرپرست حکومت په وار وار د امریکا له لوري د افغانستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې په اړه اعتراض کړی او دغه هېواد باید دا موضوع جدي ونیسي.

تگ