حوت 29, 1402 15:18 Asia/Kabul
  • د کانونو وزارت: تېر کال کې مو نږدې ۱۵ کانونو قرارداد ورکړی

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په روان هجري لمریز کال کې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د شاوخوا پنځلسو لویو کانونو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان ټینګار کوي، چې له څلورو تر پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د شپیتو نورو کانونو قرارداد له کورنیو شرکتونو سره شوی او هڅې روانې دي، چې دغه کانونه په شفافه او قانوني توګه استخراج شي.دا مهال د مس عینک کان، ټاپي او د قشغرې د نفتو استخراج له مهمو پروژو څخه بلل کیږي، چې يوازې دامهال د قشقري د نفتو استخراج چارې پيل شوې دي.د سرپرست حکومت په راتګ سره د کانونو او پټرولیم وزارت تل ډاډ ورکړی چې د کانونو استخراج په قانوني او شفاف ډول ترسره کړي.

تگ