سعیدوف د طالبانو له چارواکو سره کتلي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i30868-سعیدوف_د_طالبانو_له_چارواکو_سره_کتلي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د سرپرست حکومت له رئیس الوزرا او د حکومت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره کتلي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 23, 1402 11:08 Asia/Kabul
  • سعیدوف د طالبانو له چارواکو سره کتلي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د سرپرست حکومت له رئیس الوزرا او د حکومت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره کتلي.

د سرپرست حکومت بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې پر اقتصادي مسايلو، پانګونې او دوه اړخيزو اړيکو خبرې وشوې.بختیار سعیدوف د سه شنبې په ورځ کابل ته سفر کړې او د کابینې له اقتصادي مرستیال ملا برادر او اداري مرستیال ملا عبدالسلام سره یې د کتنې پرمهال د وروستیو اقتصادي او سیاسي اړیکو په اړه خبرې کړي دي.ویل کیږي چې د دواړو خواوو تر منځ یوه مهمه موضوع د افغان – ټرانس اورګاډي مسله وه.ازبکستان په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته له طالبانو سره د نږدې اړیکو ټینګښت هڅه کړې ده.