حوت 22, 1402 13:41 Asia/Kabul
  • د حکومت کابینه جعلي ده او له ناکامو نوماندانو جوړه ده

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په دغه هیواد کې د نوي حکومت د کار په غبرګون کې د حکومت کابینه جعلي او له ناکامو کاندیدانو جوړه وبلله او رد کړې یې ده.

دغه ګوند چې په ټاکنو کې یې تر ټولو ډېرې رایې ګټلي وايي، نوې کابینه د ټاکنو د ناقانونه بهیر محصول دی.

د تحریک انصاف ګوند چې مشران یې په بندخونو کې دي، دغه ټاکنې له درغلیو ډکې بللي دي.

د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د دوشنبې په سهار د نوي حکومت د وزیرانو نوملړ چې اکثریت یې د مسلم لیګ ګوند غړي دي، د پاکستان نوي ولسمشر اصف علي زرداري ته د تصویب لپاره استولي دي. له تصویب وروسته یې د وزیرانو د لوړې مراسم ترسره کړل.

په دغه نوملړ کې د مسلم ليګ ګوند د يو شمېر مهمو څېرو نومونه دي، لکه د پخواني دفاع وزير خواجه اصف، پخواني مالیې پخوانی وزیر اسحاق دار، احسن اقبال د برنامو وزیر او اعظم نظیر د قانون پخوانی وزیر د نویو وزیرانو په لیست کې شامل شوي دي.

 

تگ