حوت 22, 1402 13:36 Asia/Kabul
  • موږ هیڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې فعالیت وکړي

سرپرست حکومت د پاکستاني تحریک طالبانو یا ټي ټي پي پر وړاندې د اقداماتو نه ترسره کولو به اړه د سنتکام قوماندان مایکل کوریلا وروستۍ څرګندونې رد کړي دي.

د سرپرست حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت رسنیو ته ویلي، دوی به هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت وکړي.

ښاغلي فطرت زیاته کړې، سرپرست حکومت چې پر ټول افغانستان بشپړ حاکميت لري، هېڅ ډلې ته په خپله خاوره کې د فعاليت اجازه نه ورکوي، څو افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ وګرځي.

تر دې مخکې ایکسپریس ټریبیون په یوه راپور کې ویلي وو چې د سنتکام قوماندان په افغانستان کې د ټي ټي پي  په ګډون د اورپکو ډلو د مخنیوي لپاره د طالبانو له بې غورۍ څخه راپور ورکړی وو.  د دغه راپور پر بنسټ مایکل کوریلا ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د افراطي ډلو خوندي پټنځایونه به په سیمه کې شخړې زیاتې کړي او د هغوی د مخنیوي لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت بې کفایتي یا نه خوښي کولای شي مرکزي او سویلي اسیا بې ثباته کړي.

تگ