حوت 10, 1402 18:34 Asia/Kabul

د بلخ ولايت د يو سوداګر په مالي مرسته، د هېواد د شمالي ولايتونو د دولسو ټيمونو ترمنځ د وزلوبې دويم پړاو سيالۍ، د نهو ورځو لپاره په مزارشريف ښار کې ترسره شوې. چارواکي د دغو سیالیو د پیلولو موخه، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د غوره څېرو غوره کول، د هېواد ملي لوبډلې ته لاره پیدا کول او په نړیوالو سیالیو کې د دوی برخه اخیستل یادوي.