د هرات د زلزله ځپلو لپاره اته ميليونه افغانۍ مرسته راټوله شوې
میزان 20, 1402 17:57 Asia/Kabul
په ننګرهار ولایت کې د هرات او بادغیس زلزله ځپلو سره د ولسونو او سوداګرو له لورې د درملو، البسې او کور کې استمعالیدونکو نور اړين توکو په ګډون د اته میلیونو افغانیو مرسته راټوله شوي. د ننګرهار چارواکي وايي دغه مرسته به د يو میکانزم له مخې ډير ژر د هرات زلزله ځپلو ته واستول شي.