-
له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ویستلو د قانون پر پلي کېدو ټینګار
میزان 22, 1402 17:25د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر خبر ورکړی چې له پاکستان څخه د ناقانونه کډوالو د اېستلو په اړه به هیڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.
-
د هرات د زلزله ځپلو لپاره اته ميليونه افغانۍ مرسته راټوله شوې
میزان 20, 1402 17:57په ننګرهار ولایت کې د هرات او بادغیس زلزله ځپلو سره د ولسونو او سوداګرو له لورې د درملو، البسې او کور کې استمعالیدونکو نور اړين توکو په ګډون د اته میلیونو افغانیو مرسته راټوله شوي. د ننګرهار چارواکي وايي دغه مرسته به د يو میکانزم له مخې ډير ژر د هرات زلزله ځپلو ته واستول شي.
-
هرات کې د ننۍ زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه د سحر افغانستان تلویزیون خبریال دغه مسلې ته کتنه کړې راسره وګورئ
میزان 19, 1402 17:58هرات کې د ننۍ زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه د سحر افغانستان تلویزیون خبریال دغه مسلې ته کتنه کړې راسره وګورئ
-
په هرات کې د زلزلې د مرګژبولې زیاتوالی
میزان 19, 1402 17:54د افغانستان لويديځ نن سهار د ریښتر په کچه د شپږ اعشاريه درې درجې پنځه او څلور اعشاریه یو درجو زلزلو شاهدان وو. په دغو زلزلو کې د څه د پاسه يو سل دره پنځوس کسانو د ټپي کيدو او يو تن د وژل کيدو خبر ورکړل شوى دی
-
کندهار کې د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو راټولولو کمپاين
میزان 18, 1402 18:37د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست د هرات او بادغیس د زلزله ځپلو له پاره سلګونه زره مرسته را ټوله کړې دي. د دغه ریاست رییس وایي، په تېرو دوه ورځو کي څه باندي یوولس لکه افغانۍ دوه میلیونه کالداري او دوه زره ډالر راټول شوي
-
د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې تر خاورو لاندي کسانو د را اېستلو هڅې
میزان 18, 1402 18:33د هرات تر زلزلې درې ورځې وروسته د طالبانو د رئيس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هرات د زلزلې د قربانیانو شمېر درې زره بللی دی. له دغې زلزلې څخه ژوندي پاتې شوي کسان د لا زياتو مرستو غوښتنه کوي
-
ننګرهار؛ په دغه ولایت کې د هرات، بادغیس ولایتونو له زلزله ځپلو سره د مرستو کمپاین
میزان 17, 1402 18:11په ننګرهار کې د هرات، بادغیس او نورو ولایتونو له زلزله ځپلو سره د مرستو راټولو په موخه کمپاین پيل شو. د مرستو راټولو کمپاین غړي وايي چې د مرستې راټولو چارې به درې ورځې دوام وکړي او له هغې وروسته په منظم توګه زلزله ځپلو کورنيو ته ورسيږي. د دې خبر بشپړ جزیات له ننګرهار څخه زموږ د همکار نجیب الرحمن الکوزی په راپور کې