په نږدې راتلونکي کې په ارزګان ولایت کې د ۱۰ کانونو د راویستنې د چارو پيلېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i21597-په_نږدې_راتلونکي_کې_په_ارزګان_ولایت_کې_د_۱۰_کانونو_د_راویستنې_د_چارو_پيلېدل
د ارزګان والي په دغه ولايت کې په نږدې راتلونکي کې د لسو کانونو د کيندنې د پيل خبر ورکړى دى.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 01, 1402 15:36 Asia/Kabul

د ارزګان والي په دغه ولايت کې په نږدې راتلونکي کې د لسو کانونو د کيندنې د پيل خبر ورکړى دى.

د محمد علي جان احمد په وينا، د دې ولايت په مرکز او څلورو ولسواليو کې به د فلورايډ او فېروزې ډبرو د لسو کانونو د کېندنې تړون يو شمېر خصوصي شرکتونو ته ورکړل شي.د ارزګان والي زياته کړې چې د يادو کانونو د کيندنې له پيل سره به په دغه ولايت کې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.د اروزګان د والي په وينا، په دغه ولايت کې لس کانونه منظور شوي او دغه کانونه له تړونونو سره شرکتونو ته سپارل شوي دي. هغه زياته کړې، چې قراردادي لوري ورته ډاډ ورکړى، چې ډېر ژر به د دغو کانونو کیندنه پيل کړي.د سیمه ییزو چارواکو په وینا، تمه ده چې د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د فلورایډ د دوو کانونو د کیندنې تړون هم ډېر ژر د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شي.