په افغانستان کې د کړکېچن وضعیت په اړه د خوړو د نړیوال پروګرام اندېښنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i21596-په_افغانستان_کې_د_کړکېچن_وضعیت_په_اړه_د_خوړو_د_نړیوال_پروګرام_اندېښنه
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د نړۍ یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې تر یو میلیون ډېر وګړي یې د لوږې له بېړنۍ حالت سره مخ دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 01, 1402 15:33 Asia/Kabul

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د نړۍ یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې تر یو میلیون ډېر وګړي یې د لوږې له بېړنۍ حالت سره مخ دي.

دغه سازمان په ټولنيزو رسنيو کې د يوې ويډيو په خپرولو سره د نړۍ د لسو هېوادونو په اړه د دوه زره درویشتم زېږديز کال د خوراکي توکو د نړيوال کړکېچ په اړه شمېرې خپرې کړې چې تريو میليون څخه ډېر خلک بېړنيو خوراکي مرستو ته اړتيا لري.د دې شمېرو له مخې سوډان، افغانستان او د کانګو جمهوریت هغه درې هېوادونه دي چې د بېړنۍ لوږې سره مخ د هېوادونو په سر کې دي. دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې مرستندویه بنسټونو سږ کال څو ځلې په افغانستان کې له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره د بودیجې د لږوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.په دې وروستیو کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام اجرایوي رییس خبرداری ورکړی چې دغه اداره په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د اړتیا وړ توکو د پوره کولو لپاره کافي بودیجه نه لري.