د پاکستان ملي عوامي ګوند د افغانانو د نیولو او شړلو د مخنیوي غوښتنه کړې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i21595-د_پاکستان_ملي_عوامي_ګوند_د_افغانانو_د_نیولو_او_شړلو_د_مخنیوي_غوښتنه_کړې
د پاکستان عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې لاریونو کړی او په دغه هېواد کې یې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو د چارې د درېدا غوښتنه کړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 01, 1402 15:30 Asia/Kabul

د پاکستان عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې لاریونو کړی او په دغه هېواد کې یې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو د چارې د درېدا غوښتنه کړې.

په دې لاریون کې د پاکستان د عوامي ګوند ولایتي مشر په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نيول غندلي دي. اڅکزي دغه راز د پاکستان له لنډمهالي حکومته د افغان کډوالو د ویستلو په اړه د پرېکړې د بدلولو غوښتنه کړې.تېره اوونۍ د پاکستان لنډمهالي حکومت د افغان کډوالو په اړه د دغه هېواد نوې تګلاره اعلان کړه. په ورته وخت کې په تېرو اوونیو کې د پاکستان په اسلام اباد او کراچۍ ښارونو کې د ډلو ډلو افغان کډوالود نیول کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.په ورته مهال کې د پاکستان سترې محکمې په دې وروستیو کې د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د هغو افغان کډوالو له نیولو دې ډډه وکړي چې د بیا مېشتېدنې د پروسې د چارو لپاره دغه هېواد ته راغلي او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې ثبت دي.