د کابل – جلال اباد لويې لارې په اوږدو کې د فرعي سړک جوړېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i21594-د_کابل_جلال_اباد_لويې_لارې_په_اوږدو_کې_د_فرعي_سړک_جوړېدل
د ملي دفاع وزارت د کابل ـ جلال اباد لويې لارې د دوه يمې مسیر د کار د پيل خبر ورکړی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 01, 1402 15:27 Asia/Kabul

د ملي دفاع وزارت د کابل ـ جلال اباد لويې لارې د دوه يمې مسیر د کار د پيل خبر ورکړی.

په هغې اعلاميه کې چې د ملي دفاع وزارت له خوا خپره شوې ويل شوي چې د دغې پروژې کار د ټولګټو چارو وزارت د انجنيرۍ ډلې له خوا ترسره کېږي. په اعلاميه کې ويل شوي چې د دغه فرعي سړک د جوړولو پروژه د دې لارې د ترافيکي ګڼې ګوڼې د راکمولو په موخه ترسره شوې ده.د کابل-جلال اباد لویه لار پاکستان ته د مالونو د لېږد یو له مهمو لارو څخه ده. د دغه سړک یوه برخه د غرونو له لارې تېريږي او د سور لږوالی او د دې سړک د ځینو برخو ویجاړتیاوې تل د ترافیکي پېښو لامل شوي دي.په تېرو ورځو کې د دې لويې لارې په ځينو برخو کې له غرونود ډبرو د رالوېدو انځورونه هم خپاره شوي وو. ملي دفاع وزارت په خپله اعلامیه کې د دغې برخې د پاکولو او د دې ستونزې د حلولو خبر هم ورکړی دی.