په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر د څېړلو په موخه غونډه جوړه شوه
میزان 01, 1402 18:44 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو سازمان د بېلابېلو هېوادونو او د بشري حقونو د سازمانونو د استازو په ګډون په افغانستان کې د ښځو د وضعیت، له جنسیتي توپیر سره د مبارزې په اړه غونډه کړې. په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د بنديز مسله په تېره یوه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د څو غونډو د پاملرنې موضوع وه او راتلونکې اوونۍ به د دغه سازمان په عمومي غونډه کې پرې بحث وشي.