په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین او د ایټاليا د سفیر لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i21592-په_قطر_کې_د_طالبانو_د_سیاسي_دفتر_د_مشر_سهیل_شاهین_او_د_ایټاليا_د_سفیر_لیدنه
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په افغانستان کې د ایټالیا له سفیر سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 01, 1402 15:11 Asia/Kabul

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په افغانستان کې د ایټالیا له سفیر سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

شاهین له ناتالیا کوینتال سره په لیدنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان بزګرانو د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل معیشت د چمتو کولو د کمپاین د پیاوړتیا په برخه کې همکاري وکړي.په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په ټولنیزو رسنیو کې د دې ناستې عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ایټالیا له سفیر سره یې د کوکنارو د کښت د مخنیوي، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د چارسمبالي حکومت د لاسته راوړنو په اړه هم خبرې کړي دي.تېر کال د طالبانو رهبر په هېواد کې د نشه يي توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز ولګاوه. په دې موده کې د چارسمبالي حکومت اړوندو وزارتونو او بنسټونو هڅه کړې چې په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو د کښتونو په له منځه وړلو سره په افغانستان کې د دغه بوټي د کښت مخه ونیسي.