سنبله 28, 1402 17:27 Asia/Kabul

د قطر په منخګړتوب د ایران د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحدو ایالتونو د هوکړې پر اساس د ایران نږدې شپږ میلیارده ډالر ګنګل شوې شتمني د قطر بانکونو ته استول شوې ده. په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو چارواکو له پنځو امریکايي بندیانو سره د پنځو ایراني بندیانو د تبادله کېدلو او د دوی د خلاصېدلو خبر ورکړی دی.