په ننګرهار پوهنتون کې د یو ورځني علمي کنفرانس جوړېدل
سنبله 18, 1402 15:16 Asia/Kabul
په ننګرهار پوهنتون کې د وترنري پوهنځي فارغېدونکو يو سلو څلور تنو محصلینو خپلې علمي څيړنې په يوه ورځني نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي. د ننگرهار پوهنتون مسوولین د محصلينو لخوا دغه څېړنې د هېواد علمي ډګر کې پرمختګ بولي او زیاتوي چې د دغه څيړنو په پایله کې د ټولنې ګڼې ستونزې هوارېدلي شي.