په افغانستان کې د ترهګرۍ خپرېدا ته د روسيې اندېښنې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i20970-په_افغانستان_کې_د_ترهګرۍ_خپرېدا_ته_د_روسيې_اندېښنې
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت او د سيمې نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره د سيمه ييزو متحدينو هڅو ته اړتيا ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سنبله 16, 1402 14:40 Asia/Kabul

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت او د سيمې نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره د سيمه ييزو متحدينو هڅو ته اړتيا ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه خبري غونډه کې په کابل کې د دغه هېواد پر سفارت د داعش ډلې د برید د کلیزې په مناسبت له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ګډو سیمه ییزو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی.زاخارووا د داعش په بريد کې د دوو روسي ډيپلوماټانو وژل کېدو ته په اشارې سره ویلي دي چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د سيمه ييزو متحدو ملګرو ګډې هڅې به په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت، د ترهګرۍ د مخنيوي او د سيمې ګاونډيو هېوادونو ته د هغې د خپرېدو مخه ونيسي. هغه د دې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ستونزه لا هم شته، څرګنده کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو د بشپړ له منځه وړلو او د امنيت د رامنځته کولو لپاره د سيمه ييزو حکومتونو هلې ځلې په څرګنده توګه پوره نه دي.تېر کال په کابل کې د روسیې د سفارت دوه یم مدیر میخایل شاه او یو کارپوه کوژوګیت په کاب