د ملګرو ملتونو له استازي سره د کاظمي قمي لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i20531-د_ملګرو_ملتونو_له_استازي_سره_د_کاظمي_قمي_لیدنه
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کې د دغه هیواد سفیر حسن کاظمی قمی په ایران کې د ملګرو ملتو له همغږی کوونکی اشتفان پریزنیر سره په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نړیوال ملاتړ په اړه خبرې اترې کړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سنبله 06, 1402 15:59 Asia/Kabul

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کې د دغه هیواد سفیر حسن کاظمی قمی په ایران کې د ملګرو ملتو له همغږی کوونکی اشتفان پریزنیر سره په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نړیوال ملاتړ په اړه خبرې اترې کړی دی.

کاظمي قومي په ایکس ټولنیزه پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي دي چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ په اړه له ملګرو ملتونو سره د ډیپلوماسۍ پراختیا د دغه هېواد له موخو څخه ده.هغه دغه راز د افغان کډوالو لپاره د روغتيايي اسانتياوو د رامنځته کولو په برخه کې د ايران د روغتيا وزارت او یو ان اف پي آی سازمانونو موسسې ترمنځ د همکارۍ د يو هوکړه ليک د لاسليکولو خبر ورکړی. د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ په داسې حا ل کې اړین بللی دی چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په دغه هېواد کې کار او روزګار خراب شوی دی.