تهران ته د اوسپنې پټلۍ د ادارې د مشر سفر
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i20525-تهران_ته_د_اوسپنې_پټلۍ_د_ادارې_د_مشر_سفر
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رييس ايران ته سفر کړی. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په دې اړه خبر ورکړی چې د دې ادارې عمومي رئيس ملا بخت الرحمن شرافت د ايران د اوسپنې پټلۍ د رياست په رسمي بلنه له خپل يوه پلاوي سره تهران ته تللى دى.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سنبله 06, 1402 15:36 Asia/Kabul

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رييس ايران ته سفر کړی. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په دې اړه خبر ورکړی چې د دې ادارې عمومي رئيس ملا بخت الرحمن شرافت د ايران د اوسپنې پټلۍ د رياست په رسمي بلنه له خپل يوه پلاوي سره تهران ته تللى دى.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په دغه سفر کې به له ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړي او په پام کې لري چې د خواف- هرات د اورګاډي له درېیمې برخې د لېږد بهیر چټک کړي او د افغانستان د کارکوونکو لپاره لنډ مهاله تخنیکي روزنیز کورسونه پیل کړي. ددې تر څنګ به د اوسپنې پټلۍ اداره د پياوړتيا او اوسپنې پټلۍ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې و کړي.د هرات – خواف رېل پټلۍ څلور برخې لري، چې درې يې تر اوسه بشپړې شوې او څلورمه برخه به یې هم په راتلونکي کې جوړه شي.د اوسپنې د پټلۍ دغه لاره له ختیځ څخه لوېدیځ د نړیوالې ترانزیتي لارې یوه برخه ده چې چین د ازبکستان، افغانستان او ایران له لارې له ترکیې او اروپا سره نښلوي. دغه لار به په راتلونکي کې اروپا ته د ترانزيتي لګښتونو په کمولو او د چينايي توکو په ليږدولو کې مهم رول ولوبوي.