په افغانستان کې د نیول شوي ایراني خبریال خوشې کېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i20421-په_افغانستان_کې_د_نیول_شوي_ایراني_خبریال_خوشې_کېدل
تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی دی چې د دوی خبریال د سرپرست حکومت له بنده راخوشې شوی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سنبله 04, 1402 15:16 Asia/Kabul

تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی دی چې د دوی خبریال د سرپرست حکومت له بنده راخوشې شوی دی.

د دغه خبري اژانس په ټوېټر کې راغلي دي چې محمد حسین ولایتي تېره شپه د سرپرست حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا د ایران سفارت ته په کابل کې سپارل شوی دی.

دغه خبریال تېره اونۍ ایران ته د راستنېدو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د د سرپرست حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و.

تېره شپه هم دایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سرپرست حکومت  سره د دغه عکاس د راخوشې کېدو په اړه د خبرو اترو خبر ورکړی و او د دغه خبریال د راخوشې کېدو هیله يې څرګنده کړې وه.

د چارسمبالي حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم د دغه ایراني عکاس خبریال د راخوشې کېدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه د دغه ایراني عکاس د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.