په ننګرهار کې د ابادۍ او ښکلا له پاره هڅې
اسد 16, 1402 15:58 Asia/Kabul
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د شپاړس میليونو افغانیو په لګښت د سرک د قير اچونې چارې پيل شوې.
د جلال اباد ښاروالۍ مسولین وايي دغه پروژه د ښار له غصب څخه خلاصه شوې سيمه کې عملي کيږي، چې په بشپړېدو سره به يې ښاريانو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.
اخوا بیا ښاریان د ښاروالۍ لخوا د غصب په وړاندې د وروستيو اقداماتو ستاینه کوي او غوښتنه کوي چې د ښار د ښکلا او پراختیا لپاره دې نورې پروژې هم پلې کړي.