مجاهد: په افغانستان کې یو شمېر بهرني وګړي بندیان دي
اسد 16, 1402 15:53 Asia/Kabul
د چارسمبالي حکومت وياند ذبیح الله مجاهد وايي، چې اوسمهال د امريکا په ګډون د ځينو بهرنيو هېوادونو يو شمېر وګړي د امنيتي مسايلو په ګډون د ځينو ستونزو له امله د چارسمبالي حکومت سره بندیان دي.
نوموړې اړه زیاته کړه چې د دوی د دوسیو تر څیړلو وروسته به چارسمبالی حکومت د هغوی د برخلیک په اړه پریکړه وکړي.
تر دې وړاندې په دوحه کې په وروستۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له افغانستانه غوښتي وو چې د دوی وګړي له قید او شرط پرته خوشې کړي. امریکا دغه ډول نیول له افغانستان سره د اړیکو پر وړاندې خنډ ګڼلي.