شهباز شریف به د چهارشنبې په ورځ پارلمان منحل کړي
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اګست پر نهمه د دغه هېواد د پارلمان د منحلولو غوښتنه کړې ده. ښاغلي شریف دا وړاندیز د لومړي وزیر په توګه د خپلې دورې له پای ته رسېدو درې ورځې مخکې کړی چې د نومبر په میاشت کې د عمومي ټاکنو ترسره کولو ته لاره هواره کړي.
داسې ګنګوسې شته دي چې د پاکستان عمومي ټاکنې به د میاشتو میاشتو سیاسي او اقتصادي کړکیچ له امله وځنډول شي. شریف خپلو متحدینو ته ویلي دي چې غواړي پارلمان د اګست په نهمه منحل شي او حکومت به یوې لنډمهالې ادارې ته وسپاري چې ټآکنې ترسره کړي. ټاکل شوې د پاکستان د پارلمان پنځه کلنه دوره د اګست په دولسمه پای ته ورسېږي.
د پارلمان مخکې تر مخکې منحل کېدل شریف او د هغه ملګرو ته وخت ورکوي چې ځانونه ټاکنیز کمپاین ته چمتو کړی شي.
د پاکستان د قانون له مخې که حکومت ژر واک وسپاري، لنډمهالې اداره یوازې د ټاکنو لپاره نوي ورځې وخت لري، خو که حکومت د پارلمان د قانوني دورې په پای کې واک وسپاري، لنډمهالې اداره د دغې چارې له پاره شپیته ورځې وخت لري.