عمران خان ونیول شو او زندان ته ولېږدول شو
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دغه هېواد په دولتي خزانه کې د لوړ بیو توکو د پلور او خیانت په تور په درې کاله بند محکوم او د پنځو کلونو لپاره له سیاسي فعالیتونو هم منع شوی دی.
تر دې پرېکړې وروسته د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د لاهور په ښار کې پخوانی لومړی وزير نيولی او بندخونهې ته يې لېږدولی دی.
په دې وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د عمران خان او د هغه د پلویانو او د پاکستان د پوځ او حکومت ترمنځ کړکېچ زیات شوی و. عمران خان په وار وار پر پوځ او حکومت تور پورې کړی چې له سیاسي ډګره د ده د لرې کولو هڅه کوي او ادعا کوي چې دوی په محکمه کې د استیناف او بې بنسټه تورونو په لګولو سره هغه غاړې ته کول غواړي.
په داسې حال کې چې د عمران خان دغه تورونه د پاکستان د دولتي چارواکو او پوځ له خوا رد شوي، او د هغه ملاتړي يې پر حکومتي او پوځي ادراو د بریدونو پړه بللې او د هغه د محاکمې غوښتنه يې هم کړې وه.