ننګرهار ته د چارسمبالي حکومت د چارواکو سفر
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس نور محمد حنیف منلې ده چې د سرپرست حکومت د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارت ، قاضیالقضات او د ملي امنیت عمومي رئیس په یوه نااعلان شوي سفر ننګرهار ته راغلي دي.
ویل شوي، چې ملا محمد یعقوب، سراج الدین حقاني، شیخ عبدالحکیم حقاني او عبدالحق وثیق د پنجشنبې په ورځ جلال اباد ته سفر کړی دی. که څه هم د دغه سفر موخه نه ده په ډاګه شوې، خو ویل کېږي چې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت څېړل او له پاکستان سره د سرحدي نقطو ارزول به د دغه سفر له موخو څخه وي.
رسنیو او خبریالانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د ننګرهار له چارواکو او اوسېدونکو سره د دغه غونډو پوښښ وکړي.
ننګرهار له پاکستان سره د پولې درلودلو له امله خورا مهم ولایت دی. تر دې وړاندې هم د سرپرست حکومت دغه څلور لوړ پوړي چارواکي هرات ولایت ته تللي وو او د دغه سفر په ترڅ کې یې د هرات امنیتي وضعیت څېړلی و.