په ابوموسی جزیره کې د ایران پوځي تمرینونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i19422-په_ابوموسی_جزیره_کې_د_ایران_پوځي_تمرینونه
د ایران د سپاه سمندري ځواکونو نن د فارس خلیج په ابو موسی ټاپو کې خپل پوځي تمرینات پیل کړي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 11, 1402 16:49 Asia/Kabul

د ایران د سپاه سمندري ځواکونو نن د فارس خلیج په ابو موسی ټاپو کې خپل پوځي تمرینات پیل کړي دي.

ایراني رسنیو دغه تمرین د شهید اسحاق دارا په نوم یاد کړی او ویلي یې دي چې دغه پوځي تمرینات په فارس خلیج کې د ایران د ټاپوګانو د قوي دفاع او د ایران د سمندري ځواک د وړتیا ښودلو په موخه ترسره کیږي.

د دغه تمرین د پیل په مراسمو کې چې نن سهار پیل شول، د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان علیرضا تنګسیري او د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو قومندانانو او سیمه ییزو چارواکو هم ګډون کړی و.

ويل شوي دي چې دغه تمرينونه به د ايران د سپاه پاسداران په هوايي ملاتړ د عملياتي، څرخۍ الوتکو، توغنديو، ډرون، هوايي، سمندري، ځنګلي، چټک غبرګون او د سمندري خوځښت د رزمي ډلو او پوځيانو له خوا د بيلابيلو تمرينونو په پلې کېدا سره ترسره شي.

ابوموسی له دریو ایراني ټاپوګانو څخه یو ټاپو دی چې د فارس په خلیج کې د لوی او کوچني تنب تر څنګ موقعیت لري. دا د ایران د هرمزګان ولایت یوه برخه ده چې شاوخوا دولس کېلو متره مربع مساحت لري.