حصارک ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو جنګي جنايتونه
اسد 10, 1402 15:47 Asia/Kabul
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ هغه کورنۍ د عدالت تمه نه لري چې د بهرنيو ځواکونو له خوا د ښځو او ماشومانو په ګډون دیارلس تنه ووژل شول. د حصارک ولسوالۍ اوسيدونکي وايي پدې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په خپلو سرو بمباريو او چاپو کې زیات ولسي وګړو خپل ژوند بایللی دي.