د فلسطینیانو د کورونو د ورانولو لپاره د عملیاتو ډېرېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i18407-د_فلسطینیانو_د_کورونو_د_ورانولو_لپاره_د_عملیاتو_ډېرېدل
د صهيونېستي رژيم لخوا د فلسطينيانو د کورونو د ورانولو په عملياتو کې څه دپاسه درې سوه ودانۍ ويجاړې شوې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 19, 1402 15:14 Asia/Kabul

د صهيونېستي رژيم لخوا د فلسطينيانو د کورونو د ورانولو په عملياتو کې څه دپاسه درې سوه ودانۍ ويجاړې شوې دي.

دفلسطین د آزادۍ غوښتنې ادارې پورې اړوند د اشغالي میشت ځایونو له جوړولو سره دمبارزې شورا په یوه راپور کې خبر ورکړی دی چې د دغې ورانۍ په نتیجه کښې د دوه سوه دوه اویا ماشومانو په ګډون څه دپاسه پینځه سوه کسان بې کوره شوی دی .د دغه راپور له مخې د دوه زره درویشتم کال په لومړیو شپږو میاشتو کې صهیونیستي پوځیانو د لویدیځه غاړه او په ختیځ قدس کې څه دپاسه دوه سوه پنځوس عملیاتونه ترسره کړي.فلسطیني سرچینو خبر ورکړی دی چې صهیونیستي رژیم د ساختماني جواز د نه اخیستلو په پلمه د فلسطینیانو د استوګنې د ودانیو د ظالمانه ړنګولو په دوام کې د فلسطینیانو د اته سوه دوه ویشت ودانیو ته د نړولو خبرتیاوې هم استولې دي.دغه فلسطیني سازمان خبر ورکړی دی چې تر اوسه پورې د صهیونیستي پوځیانو د ښار مېشتو په ګډون له څلورو زرو څخه زیاتې جلا جلا سرغړونې کړي دي چې په هغو کې ویجاړول، د ونو پرې کول، د سړکونو بندول، د فلسطینیانو فزیکي ژوبلول او د هغوی ودانیو ته زیان رسول شامل دي.