د والیبال د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ پيلېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i18403-د_والیبال_د_ملي_لوبډلې_تمریناتي_کمپ_پيلېدل
د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ په ایران کې د اسیا په سیالیو کې د ګډون په موخه پیل شو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 19, 1402 14:54 Asia/Kabul

د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ په ایران کې د اسیا په سیالیو کې د ګډون په موخه پیل شو.

د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ د ترسره کولو موخه د آسیا د والیبال جام په سیالیو کې ګډون دی چې د اسد میاشتې له اته ویشتمې نېټې څخه د سنبلې تر څلورمې نیټې پورې په تهران کې ترسره کیږي.د میرحبیب یوسفي په ګډون د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو څه موده وړاندې په ایران کې لوبه کړې او د روزنې پر مهال یوسفي خپلې تجربې خپلو نورو ملګرو ته هم لېږدوي.د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې غړي له خپلو ستونزو شکایت نه کوي. د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکي ویلي: دوی حتی د بریښنا له تلو راتلو سره هم خپل تمرینات همغږي کوي.د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په لومړي ګروپ کې له هند او قطر سره په یوه ګروپ کې ده.په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د والیبال لیګ یوازې دوه ځلې ترسره شوی چې یو یې په پخواني حکومت کې او بل یې په اوسني حکومت کې د ایراني روزونکو، کارپوهانو په همکارۍ او ملګرتوب ترسره شوی دی.