سپېڅلي قرانکریم ته د سپکاوي په اړه پرله پسې غبرګونونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i17912-سپېڅلي_قرانکریم_ته_د_سپکاوي_په_اړه_پرله_پسې_غبرګونونه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان له عمومی منشی سره په ټیلیفونی خبرو کې، په سویډن کې د قرآن کریم د سپکاوی وروستی چلند غندلی او وړاندیز يې کړی دی چې د دغې موضوع د حل لپاره دې بیړنۍ غونډه جوړه شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 10, 1402 14:55 Asia/Kabul

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان له عمومی منشی سره په ټیلیفونی خبرو کې، په سویډن کې د قرآن کریم د سپکاوی وروستی چلند غندلی او وړاندیز يې کړی دی چې د دغې موضوع د حل لپاره دې بیړنۍ غونډه جوړه شي.

حسین امیر عبداللهیان له حسین ابراهیم طه سره په ټیلیفونی خبرو کې د اسلامی همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د بیړنۍ غونډې او په ورته وخت کې د اسلامی هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د ترسره کولو وړاندیز کړی.د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي هم په دغه ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې په جده کې د دغې موضوع د حل لپاره د سفیرانو او دایمي استازو په کچه یوه بیړنۍ غونډه د اجنډا په سر کې ده.له لوی اختر سره سم یو عراقي الاصله سویډني سړي د ستاکهولم د مرکزي جومات مخې ته د قران کریم نسخې ته اور ورته کړ. د بیان د ازادۍ په پلمه د قرآن کریم د سوځولو د اجازې په ورکولو سره د اسلام سپکاوی، د اسلامي هیوادونو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.