د افغانستان او عربستان د روغتیا د وزیرانو ترمنځ خبرې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i17906-د_افغانستان_او_عربستان_د_روغتیا_د_وزیرانو_ترمنځ_خبرې
دواړو لوریو په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه خبرې کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر له خپل سعودي سیال سره په کتنه کې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 10, 1402 14:42 Asia/Kabul

دواړو لوریو په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه خبرې کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر له خپل سعودي سیال سره په کتنه کې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې.

ډاکټر قلندر عباد په مکه مکرمه کې له عبدالرحمن الجلاجل سره په کتنه کې د افغانستان د روغتیايي پرسونل د وړتیاوو د لوړولو په اړه هم خبرې وکړې.افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې پولیو پکې له منځه نه ده تللې. د خپرو شویو راپورونو له مخې، په روان کال کې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې ده. تېر کال په پکتیکا او کونړ کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوې وې.روغتیايي کارپوهان وايي، پولیو یوه وژونکې او معیوبونکې ناروغي ده او د مخنیوي یوازینۍ لار یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق دی.