په پکتیکا ولایت کې د یوې لرغونې مجسمې موندل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i17709-په_پکتیکا_ولایت_کې_د_یوې_لرغونې_مجسمې_موندل
د دغې کوچنۍ مجسمې لرغونوالی د کوشانیانو دورې ته رسيږي. د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې دغه وړه مجسمه يې د جمعې په ورځ د دغه ولايت د خوشامند ولسوالۍ د عمرخېلو په سيمه کې موندلې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 03, 1402 14:47 Asia/Kabul

د دغې کوچنۍ مجسمې لرغونوالی د کوشانیانو دورې ته رسيږي. د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې دغه وړه مجسمه يې د جمعې په ورځ د دغه ولايت د خوشامند ولسوالۍ د عمرخېلو په سيمه کې موندلې ده.

د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې دغه وړه مجسمه يې د جمعې په ورځ د دغه ولايت د خوشامند ولسوالۍ د عمرخېلو په سيمه کې موندلې ده. ویل کېږي چې دغه تاریخي اثار د سیمې یوه اوسېدونکي د خپل کور د جوړولو پر مهال موندلي دي.د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور خبرپاڼه وايي چې دغه مجسمه دوه زره کاله پخوانۍ ده او په کوشاني دورې پورې اړه لري.څه موده وړاندې د دغه ولایت په شخیل آباد ولسوالۍ کې د تاریخي سکې یوه خزانه هم موندل شوې وه. د افغانستان جغرافيايي موقعيت او د دغو سیمو تاريخي تمدن د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ډېرو لرغونو اثارو د شتون لامل شوى دى.