د حامد کرزي او حسن کاظمي قمي لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i17630-د_حامد_کرزي_او_حسن_کاظمي_قمي_لیدنه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ټویټرپاڼه کې خبر ورکړی چې په کابل کې یې د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره لیدلي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 31, 1402 14:53 Asia/Kabul

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ټویټرپاڼه کې خبر ورکړی چې په کابل کې یې د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره لیدلي.

کرزي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر حالاتو، د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي.د هېواد د پخواني ولسمشر په ټوېټر پاڼه کې دا هم لیکل شوي، چې ښاغلي کرزي او ښاغلي قمي د امنیتي وضعیت ښه کېدو ته په اشارې سره، په افغانستان کې یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو له پاره وضعیت مناسب ګڼلی دی او هیله مندي یې څرګنده کړې چې د افغانستان او ايران ترمنځ د اقتصادي همکاريو پراختيا به د افغانستان د خلکو د بېکارۍ کچه راټيټه کړي.