فوټبال: د افغانستان تنکیو ځوانانو له ایرانۍ لوبډلې ماته وخوړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i17491-فوټبال_د_افغانستان_تنکیو_ځوانانو_له_ایرانۍ_لوبډلې_ماته_وخوړه
پرون ماښام زموږ د هېواد د فوټبال د اووه لس کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د اسيا د اووه لس کلنو لوبغاړو جام په سياليو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ايران له ملي لوبډلې سره مخ شو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 27, 1402 15:18 Asia/Kabul

پرون ماښام زموږ د هېواد د فوټبال د اووه لس کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د اسيا د اووه لس کلنو لوبغاړو جام په سياليو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ايران له ملي لوبډلې سره مخ شو.

دغه لوبه د تایلنډ د بنکاک ښار په راجامانګالا لوبغالي کې ترسره شوه. دا لوبه په پای کې د شپږ پر یو په پایلې سره د ایران د تنکیو ځوانانو د ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.د افغانستان اووه لس کلنه لوبډله به سبا د سویلي کوریا او د پنجشنبې په ورځ له قطر سره لوبه کوي.د اسيا د ځوانانو د ملتونو جام سيالۍ به د لویانو د ډلګیو په څېر په څلورو ګروپونو کې د شپاړسو لوبډلو په ګډون ترسره شي. په پای کې، له هر ګروپ څخه به دوه لوبډلې د اتلولۍ حذفي پړاو ته لاړ شي، او په وروستي پړاو کې به غوره څلور لوبډلې د آسیا فوټبال د استازو په توګه نړیوال جام ته ځي.د اوولس کلنو فوټبال نړیوال جام به د دوه زره درویشتم کال د نومبر له لسمې نېټې څخه د دسمبر تر دوه یمې پورې په پیرو کې ترسره شي.