لاتیني امریکا ته د ابراهیم رئیسي سفر
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i17300-لاتیني_امریکا_ته_د_ابراهیم_رئیسي_سفر
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ لاتینې امریکا ته تللی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 22, 1402 14:56 Asia/Kabul

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ لاتینې امریکا ته تللی.

د ابراهیم رئیسی د دغه سفر موخه د ایران د اسلامی جمهوریت له ملګریو هېوادونو سره د اړیکو ټینګول دی.د ایران ولسمشر به په دغه پنځه ورځني سفر کې په لاتینې امریکا کې وینزویلا، نیکاراګوا او کیوبا ته ولاړ شي چې د هغه د پنځه ورځني سفر لومړی ځای کاراکاس دی.په پام کې ده چې د ایراني چارواکو او دغو درېیو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ سندونه لاسلیک شي.له ځايي او ايراني سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره ليدنه به دغې سيمې ته د ايران د ولسمشر د پنځه ورځني سفر له نورو پلانونو څخه وي.