د منځنۍ اسیا د اتلولۍ د فوټبال سیالیو پیلېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i17221-د_منځنۍ_اسیا_د_اتلولۍ_د_فوټبال_سیالیو_پیلېدل
د منځنۍ اسیا د فوټبال د اتلولۍ سیالیو لومړی پړاو به نن شپه د قرغیزستان په کوربه توب پیل شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 20, 1402 14:47 Asia/Kabul

د منځنۍ اسیا د فوټبال د اتلولۍ سیالیو لومړی پړاو به نن شپه د قرغیزستان په کوربه توب پیل شي.

ټآکل شوې چې زموږ د هېواد ملي لوبډله به د دې سياليو په لومړۍ لوبه کې له قرغزستان سره مخ شي.دا لوبه به نن شپه د کابل پر وخت اووه نیمې بجې د بشکک ښار په دالان عمرزاکوف لوبغالي کې ترسره شي.د افغانستان ملي لوبډله به تردغې سیالۍ وروسته د سه شنبې په ورځ د ایران له ملي لوبډلې سره مخ شي.د ملي لوبډلې کوېټي روزونکي عبدالله المطیري ترلوبې وړاندې په یوه خبري غونډه کې د نن ورځې لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه بللې.دغه سیالۍ به په دوو ګروپونو کې ترسره شي. په لومړي ګروپ کې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او عمان څلور لوبډلې او په دوه یم ګروپ کې د افغانستان، ایران او قرغزستان لوبډلې شاملې دي.دا سیالۍ به نن پیل شي او د روانې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.