د عامې روغتیا وزارت له چارسمبالي وزیر سره د ایران د صادراتو ادارې د مشر لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i17090-د_عامې_روغتیا_وزارت_له_چارسمبالي_وزیر_سره_د_ایران_د_صادراتو_ادارې_د_مشر_لیدنه
دواړو لوریو د درملو او طبي تکنالوژۍ په برخو کې د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی دی چې د دغه وزارت چارسمبالي قلندر عباد په افغانستان کې د ایران د صادراتو د ادارې له رئیس سره لیدلي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 15, 1402 15:07 Asia/Kabul

دواړو لوریو د درملو او طبي تکنالوژۍ په برخو کې د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی دی چې د دغه وزارت چارسمبالي قلندر عباد په افغانستان کې د ایران د صادراتو د ادارې له رئیس سره لیدلي دي.

د چارسمبالي حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو او طبي ټکنالوژۍ په برخو کې د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.د دغه وزارت په وینا، په دې غونډه کې قلندر عباد له ایرانه غوښتي چې په افغانستان کې د سیروم د تولید فابریکه جوړه کړي. د روغتیا وزارت په وینا؛ د ایران د صادراتو د ادارې مشر ویلي چې له څېړنو وروسته به د سیروم د تولید د فابریکې په جوړولو کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.د یادولو وړ ده چې ښاغلي عباد د چین له سفیر وانګ یو سره په جلا کتنه کې د صحي ښوونیزو پروګرامونو د برابرولو په برخه کې د هوکړه لیک پر بنسټ د همکارۍ غوښتنه کړې ده.