جوزا 15, 1402 18:33 Asia/Kabul

لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د مخابراتو وزارت له دوو خصوصي شرکتونو سره تړون لاسلیک کړی.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر له دوو خصوصي شرکتونو سره د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو تړون لاسلیک کړی. طالبانو له دوو خصوصي مخابراتي شرکتونو افغان بېسیم او ام ټي ان سره د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړتیاوو د وړاندې کولو تړون لاسلیک کړی.د طالبانو ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه تړون د درې سوه پنځه شپېته میلیونه افغانیو په ارزښت د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې لاسلیک شوی.په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د دغه تړون له مخې به دغه دوه مخابراتي شرکتونه د کندهار، بدخشان، نورستان، ارزګان، زابل، کونړ، ننګرهار او کابل ولايتونو په لرو پرتو سيمو کې د درې دېرشو مخابراتي سایټونو د جوړولو مسووليت لري.تر اوسه پورې مخابراتي خدمتونو ته د هېوادوالو د لاسرسي د کچې په اړه کره شمېرې نشته، خو په تېرو کلونو کې چارواکو خبر ورکړی و چې د هېواد نوي سلنه وګړي مخابراتي چوپړتیاوو ته لاسرسی لري.

تگ