د فلسطین د مقاومت ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ عملیات کړي دي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i17088-د_فلسطین_د_مقاومت_ځواکونو_په_تېرو_۲۴_ساعتونو_کې_۲۱_عملیات_کړي_دي
خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې دفلسطین مقاومت ځواکونو په تیرو څلورویشتو ساعتونو کښې په باختري کرانه کې دصهیونیستانو پرضد یوویشت عملیات ترسره کړل .
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 15, 1402 15:00 Asia/Kabul

خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې دفلسطین مقاومت ځواکونو په تیرو څلورویشتو ساعتونو کښې په باختري کرانه کې دصهیونیستانو پرضد یوویشت عملیات ترسره کړل .

د فلسطین د احصایې او اطلاعاتو د مرکز د راپور له مخې د فلسطین د مقاومت ځواکونو د باختري کرانې او د قدس په بېلابېلو سیمو کې له صهیونیستي پوځیانو سره په مرمیو او د چاودیدونکو توکو په باروتو سره مقابله کړې.دغه راپور زیاتوي چې د مقاومت د ځواکونو عملیات په قدس، نابلس، رام الله، جنین، طولکرم او الخلیل کې ترسره شوي او د مقاومت ځواکونو د صهیونیستانو پر وړاندې مبارزه کړې.له بلې خوا صهیونیستي پوځیانو د عقبه جبر په کمپ او د اریحا په ښار کې څلور فلسطینی ځوانان نیولي دي.د معطی د خبر له مخې په باختري کرانه کې د اپرېل مياشت په نښتو كې درې صهيونيستان وژل شوي او یو څلوېښت نور ژوبل شوي. د دې تر څنګ يوولس فلسطينيان هم شهيدان شوي دي.