جوزا 03, 1402 18:43 Asia/Kabul

د ریال ماډریډ کلب ځوان ستوري ته له توکمیز سپکاوي وروسته، د هسپانیا پولیسو په دغه تړاو اوه ځوانان نیولي دي.

دا پیښه د هسپانوي لا لیګا په جریان کې شوې او د ریال مادرید یاد لوبغاړی يې ډیر اغیزمن کړی.تر دې حده چې د دغه لفظي برید سره مخ شوي وینیسیون جونیور ویلي چې د اسپانیا لا لیګا د نژاد پرستانو پورې اړه لري او اسپانیا د توکمپال هیواد په توګه پیژندل کیږي.په ورته وخت کې؛ د ریال ماډریډ لوبډلې روزونکي کارلو انجلوټي د دغه تورپوستي لوبغاړي ملاتړ کړی او ویلي يې دي چې که داسې پېښې بیا تکرار شي نو د هرې لوبې په جریان کې چې وي، هغه او د هغه ټول لوبغاړي به میدان پریږدي.اوس، د ماډریډ پولیسو خبر ورکړی چې د وینیسیون جونیور د نانځکې د جوړولو په تړاو څلور کسان په داسې حال کې نیولي چې په دار ځړولو سمبول یې چاپ شوی و.همدارنګه درې تنه نور هم په والنسیا کې نیول شوي دي.

تگ