جوزا 03, 1402 18:39 Asia/Kabul

د طالبانو د همغږۍ او ماین پاکۍ ریاست وايي، په روان کال کې له جګړې څخه د پاتې شویو ماینونو سره د تماس له امله تر یو سل اویاوو ډېرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د همغږۍ او ماین پاکۍ مشر، نورالدین رستم خیل ویلي، په دغه برخه کې ټولټال د پنځه اتیا قربانیانو له ډلې نږدې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي.رستم خېل وايي، چې تر اوسه د پنځه اتیا کسانو د مړینې شاهدان یو، چې شپږڅلوېښت یې نارینه، اتلس یې ښځې او پاتې نور یې ماشومان دي.دغه راز په ټپيانو کې نهه اویا نارينه او اووه ویشت ښځې هم شاملې دي.دده په وینا؛ د خواشینۍ خبره دا ده چې په دغه ډول پېښو کې یوازې یو سل او درویشت ټپیان، ماشومان وو. لامل یې د ماینونو په اړه د ماشومانو او ناخبري ښودل شوې.د طالبانو د همغږۍ او ماین پاکۍ مشر ویلي دي چې د هېواد بېلابېلې سیمې له ماینونو پاکولو لپاره ټولې هڅې روانې دي خو دا مسله په دغه برخه کې بودجې او تخنیکي همکارۍ ته اړتیا لري.د دغه ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې څه باندې دولس سوه کېلومتره مربع ځمکه په ناچاودو ماینونو ککړه ده.

تگ