جوزا 03, 1402 18:36 Asia/Kabul

د پاکستان لومړي وزیر اصف علي درانی د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

شهباز شریف ویلي دي چې د افغانستان په چارو کې د اصف علي دراني پېژندګلوي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو په ښه کېدا کې مرسته کولای شي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې ښاغلي دراني د دغه وزارت له معینې حنا رباني کهر سره کتلي او خبرې يې ورسره کړې دي.په دغه کتنه کې حنا رباني اصف علي دراني ته په کابل کې د ده د ماموريت په ترسره کولو کې د امنيتي ملاتړ ډاډ ورکړی.دراني په افغانستان او متحده عربي اماراتو کې د ډیپلومات په توګه دنده ترسره کړې ده.نوموړی په تهران کې د پاکستان پخوانی سفیر هم و.د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي استازي محمد صادق خان له استعفا وروسته اوس په دغه مقام کې د دغه هېواد نوی استازی ټاکل شوی دی.دا پریکړه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو او اسلام اباد اړیکې څه نا څه له ترینګلتیا سره مخ شوې دي.

تگ