پر صهیونیست مېشتو سیمو ۷۰ راکټونه توغول شوي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i16217-پر_صهیونیست_مېشتو_سیمو_۷۰_راکټونه_توغول_شوي
دصهیونیتيټ رژیم سرچینو تائید کړې ده چې نن سهار له غزې څخه د نیواک شویو سیمو په لور تراویاو زیات توغندی ورتوغول شول .
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 13, 1402 14:33 Asia/Kabul

دصهیونیتيټ رژیم سرچینو تائید کړې ده چې نن سهار له غزې څخه د نیواک شویو سیمو په لور تراویاو زیات توغندی ورتوغول شول .

د صهیونیستي رژیم معاریویِ ورځپاڼې ویلي دي چې دغه توغندي د غزې تړانګې ته څیرمه د اشغال شویو سیمو شاوخوا ویشتل شوي دي.دغې ورځپاڼې د دغه رژیم د امنیتی چارواکو له خولې لیکلی دی چې د نیواک شویو سیمو په ګڼو ځایونود مقاومت د ځواکونو راکټی بریدونه ډېرشوي دي.همدارنګه یو ساعت مخکې د فلسطین د مقاومت غورځنګ غزې ته څیرمه د نتیو، هِعَسرا او کارمیا سیمو په لور څو نور توغندي وتوغول.د دغو بریدونو د تلفاتو او زیانونو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.