کندهار ته د جاپان د سفیر سفر
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i16117-کندهار_ته_د_جاپان_د_سفیر_سفر
په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا کندهار ولایت ته تللی او د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره یې کتلي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 11, 1402 14:50 Asia/Kabul

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا کندهار ولایت ته تللی او د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره یې کتلي.

اوکادا د دې سفر په ترڅ کې ویلي دي چې هېواد یې په ټولو برخو کې د افغانستان پرمختګ غواړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د ډېرېدو خبر هم ورکړی دی.

د کندهار د بهرنیو چارو رییس له اوکادا سره په لیدنه کې ویلي چې سرپرست حکومت غواړي له ټولو هېوادونو خپلې اړيکې زياتې کړي.

په ورته مهال کې د کندهار د والي د دفتر رییس هم د جاپان له سفير سره لیدلي او له هغه څخه يې په افغانستان کې د ډېرو پرمختيايي او رغنیزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې.

د کندهار ځايي چارواکي لاهم له افغانستان سره د جاپان په ګډون د نړۍ د هېوادونو د همکاريو د ډېرېدا غوښتنه کړې ده.