افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کمېشنر سفر
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i16116-افغانستان_ته_د_ملګرو_ملتونو_د_کمېشنر_سفر
. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیال ګیلان ټریګس پرون کابل ته تللی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 11, 1402 14:47 Asia/Kabul

. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیال ګیلان ټریګس پرون کابل ته تللی

ټریګس خبریالانو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو شتون یوه حیاتي موضوع ده او اړمنو کورنیو ته د بشري مرستو په رسولو کې به اغېزمن تمام شي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او غواړي چې د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړي.

ټریګس زیاته کړې چې موږ له سرپرست حکومت سره د ملګرو ملتونو او د کډوالۍ نړیوال سازمان په ډلو کې د نارینه او ښځو د شتون د تضمین په اړه خبرې کوو ترڅو د هغوی د کار خوندیتوب په اړه تضمین او ډاډ ترلاسه کړو .

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر محمد ارسلان خروټي ويلي چې د بشري مرستو بهیر باید له سیاسي موخو جلا شي او له افغانستان سره بشري مرستې هم باید پرته له کوم شرطه دوام وکړي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو د عالي کمېشنرۍ مرستیال د بامیانو په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړي.