د چین د ویزې ورکولو بهیر بیا پيلېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i16115-د_چین_د_ویزې_ورکولو_بهیر_بیا_پيلېدل
طالبان وايي چې تر دوه ورځو به د ویزې ورکولو بهیر پیل شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 11, 1402 14:42 Asia/Kabul

طالبان وايي چې تر دوه ورځو به د ویزې ورکولو بهیر پیل شي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، د دغه وزارت د قونسلګرۍ څانګې د هڅو په پایله کې به په کابل کې د چین سفارت د ویزو د ورکړې بهیر بیا پیل کړي.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چین ته د سفر غوښتونکي کولای شي، چې د روانې ميلادي میاشتې له درېیمې نېټې څخه په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته د وېزې غوښتنه وکړي.