د پاکستان دیکتاتور جنرال، پروېز مشرف مړ شوی دی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i12140-د_پاکستان_دیکتاتور_جنرال_پروېز_مشرف_مړ_شوی_دی
اکستاني رسنیو اعلان کړی چې د دې هېواد پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د نهه اویا کلونو په عمر وفات شوی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 17, 1401 07:13 Asia/Kabul

اکستاني رسنیو اعلان کړی چې د دې هېواد پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د نهه اویا کلونو په عمر وفات شوی دی.

پاکستاني رسنیو اعلان کړی چې د دې هېواد پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د نهه اویا کلونو په عمر وفات شوی دی. دی څه موده وړاندې ناروغ او روغتیايي وضعیت یې ناسم وو. ده نن ورځ د اماراتو د دوبی ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه. ښاغلي مشرف په یو زرو نهه سوه نهه نويم کال کې په پوځي کودتا سره د پاکستان د هماغه وخت لومړي وزیر نواز شریف دولت نسکور کړ. ده د جلا وطني او کډوالۍ څو کلونه د دوبی او لندن په ښارونو کې تېرکړل او په یو زرو درې سوه نهه نويم کال کې کارچۍ ته راستون شو. ښاغلی مشرف چې په دې وروستیو کې د ډېرو قضیو درلودو له امله په وتلو یې بندیز لګېدلی وو، د درملنې په موخه او د سترې محکمې په حکم سره دوبی ته تللی وو.