د حیرتانو بندر تړل شوی دی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i12034-د_حیرتانو_بندر_تړل_شوی_دی
طالبانو اعلان کړی چې د حیرتانو بند له لارې لېږد رالېږد په لنډ مهاله توګه د سوداګرو پر مخ بند شوی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 15, 1401 06:59 Asia/Kabul

طالبانو اعلان کړی چې د حیرتانو بند له لارې لېږد رالېږد په لنډ مهاله توګه د سوداګرو پر مخ بند شوی دی.

د طالبانو سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي چې د حیرتانو په بندر کې په لنډمهاله توګه لېږد رالېږد بند شوی دی. ده د هېواد له ملي سوداګرو غوښتي چې په صبر او زغم سره هڅه وکړي ترڅو د آقینې بندر له لارې بېړني او د اړتیا وړ توکي وارد کړي.ښاغلي مجاهد د حیرتانو بندر تړل کېدو لامل د ازبیکستان وسپنې پټلۍ ادارې له لوري ځنډېدل یادکړي او لیکلي دي چې د افغانستان د رېل پټلۍ اداره په تخنیکي او عملیاتي برخو کې ستونزه نه لري. حیرتان د افغانستان په شمال کې یو له مهمو بندرونو څخه ګڼل کېږي چې هره ورځ له دې لارې زرګونه ټنه سوداګريز توکي صادر او واردېږي.