دلو 06, 1401 08:28 Asia/Kabul

په سوېډن کې د يوه ډنمارکي افراطي کس له لوري د قران کريم د سوځولو د کړنې پر وړاندې د بلخ ولایت یو شمېرعالمانو او ځوانانو سخت غبرګون ښودلی دی او دغه کړنه يې په سختو ټکو غندلې ده. د بلخ ولايت ديني عالمانو د نوموړي سړي دغه کړنه د اسلام سپېڅلي دين او د خداى پاک سپېڅلي کتاب ته سپکاوى بللى او ټينګار کوي، چې هر څوک چې دغه ډول ناوړه کړنه ترسره کړي، بايد سخته سزا ورکړل شي.په اړه یې راپور ګورو